1 यू ·अनुवाद करना

د پښتو متل دی چې... "مخالف اوسه ، مګر منافق مه اوسه"
دا هغه عبدالله ننګيال دی چې د مفتي عبدالشکور صېب خلاف په کال دوۀ زره اتلسم 2018 کې د قومي اسمبلۍ اليکشن ته ولاړ وو، هغه وخت یې د اليکشن په کمپاين کې د يو بل سره څه شخړې هم راغلې وې، خو کله چې نن د مفتي صېب په ناڅاپي ايکسېډنټ خبر شو نو د ټولو نه یې لومړی د پوسټ مارټم دپاره روغتون ته په خواشينۍ سره ځان رسولې وو. سياسي اختلافات پر خپل ځای خو په داسې وخت کې د انسانيت کردار ډیر کم خلک ادا کوي.
د عبدالله ننګيال دغه بله خاطره هم نن ضروري ګڼم، چې کله څو کاله مخکې د پېښور په ايګريکلچرل انسټیټېوټ د ترهګرو له خوا بريد وشو نو په هغو شهېدانو کې زمونږ د علاقه شېراني درازنده يو ځوان قاسم علي شاه هم شهېد شوې وو، عبدالله ننګيال چې خبر شوې وو نو هغه وخت هم تر ټولو لومړی روغتون ته ور رسيدلې وو، او د قاسم علي شاه دپاره یې دومره غټ کردار ادا کړو چې له پېښور څخه تر درازندې پورې د قاسم علي شاه له جنازې سره راغې. عبدالله ننګيال په حقېقت کې په هر ميدان د مظلومانو سره د زړه له اخلاصه منډه وهلې ده. الله دې تل راته ژوندی لري.

image